ټاکل شوې د حزب اسلامي له ۲۵۰ زیات بندیان نن پنجشنبه د پلچرخي او بګرام له زندانونو خوشې شي.
د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دغه بندیان د افغانستان د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې د موافقې له مخې خوشې کېږي.
تر دې مخکې د دې ګوند یو شمېر نور بندیان هم په څو پړاوونو کې خوشې شوي و.
حزب اسلامي ویلي چې د شوې موافقې له مخې باید د دې ګوند شااوخوا دوه نیم زره بندیان خوشې شي.