د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال په نړیوال جام سياليو کې کوربه هېواد روسیه په مسکو کې نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۴» د سعودي عربستان له ټيم سره ميدان ته ځي.
لوبه د ځايي وخت د مازيګر پر څلور بجې پيلېږي.
په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» د فيفا په کانګرس کې رأی ورکړل شوې او نتيجهيې دا شوه چې امريکا، کاناډا او مکسيکو به د ۲۰۲۶ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام سيالیو کوربه هېوادونه وي.
دا پنځم ځل و چې مراکش وړانديز کړی و چې غواړي د دغو سیالیو د کوربهتوب حق ترلاسه کړي.
امريکا په ۱۹۹۴میلادي کال کې د نړیوال جام سیالیو کوربه پاتې شوی او مکسيکو هم په ۱۹۷۰ میلادي او ۱۹۸۶ میلادي کلونو کې د فوټبال نړيوال جام سيالیو کوربه وو.
کاناډا هېڅکله د نارینهوو د فوټبال نړيوال جام سيالیو کوربه نهدی پاتې شوی، خو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ښځو د نړيوال جام سيالیو کوربه وو.