د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پامپیو وايي، هېواد يې هيلهمند دی چې په راتلونکو دوه نيمو کلونو کې به له شمالي کوریا څخه د اټمي پروګرام اړوند د خلع سلاح اقدامات وشي.
پامپیو دا خبرې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون تر سرمشریزې يوه ورځ وروسته د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» په جنوبي کوریا کې وکړې.
د سرمشريزې پر مهال دواړه لوري یوه توافق ته ورسېدل چې له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې د بشپړ پاکولو پر لور به په ګډه کار وکړي.
خو پر هغه سند چې د امریکا او شمالي کوريا ترمنځ لاسلیک شو، انتقادونه شوي چې ګواکې دا خبره نهده پهکې مشخصه شوې چې شمالي کوریا به کله او څه ډول وسلو لاس اخلي.
په همدې حال کې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» ټويټ وکړ چې شمالي کوریا نور د نړۍ لپاره یو اټمي تهديد نهدی.