روسیه وایي،د ناټو پلان به د اروپا امنیت کمزوری کړي

روسیه وایي، په اروپا کې د پوځي آمادګیو د ډېرېدو په اړه د ناټو پلان به په دغې وچې کې امنیت کمزوری کړي.

مسکو خبرداری ورکړی چې دوی به دا مسئله په خپل پوځي پلان کې په پام کې ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو نن وویل روسیه به د خپل امنیت د ډاډمنولو لپاره ټول اړین پوځي اقدامات ترسره کړي.

ګروشکو ویلي دغه ابتکار د اروپا امنیت ګواښي.

دغه ابتکار چې د امریکا لخوا یې وړاندیز شوی، د جون پر اومه د ناټو د دفاع وزیرانو ملاتړ ترلاسه کړ.

د دې پلان هدف د هغه څه په وړاندې د ناټو د متحدینو خوندي کول دي چې ناټو یې د روسیې له لوري ډېرېدونکی ګواښ بولي او دغه راز داسي چمتو والي پکي شامل دی چې د بحران په درشل کې په ټوله اروپا کې د ځواکونو د انتقال چاري آسانه کوي.

لا تراوسه د دې پلان ټول جزئیات نه دي خپاره شوي.