د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، د دولت او سله والو طالبانو ترمنځ د شوي اوربند د تامین لپاره پوره چمتو والی لري.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي چې د غبرګولي پر ۲۳مه د چهارشنبې په ورځ یې د ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د دولت او سله والو طالبانو ترمنځ د شوي اوربند د تامین لپاره د پکتیا ولایت ټولې امنیتي او ملکي ادارې پوره چمتووالی لري او پوځي ارګانونه به د اوربند په ورځوکې هېڅ راز پوځي تحرکات تر سره نه کړي.
شمیم خان کټوازي وویل:
"د پکتیا په ټولو حدودوکې چې څه قطعات دي زموږ، ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت ځواکونه دي هغوی ټول له تعرضي حالت نه راوتلي دي یوازې په دفاعي حالت کې دي، هېڅ ډول تعرض، کمین، بمبار د پکتیا په حدودوکې نه دي شوي او ټولو قطعاتو ته مو خبر ورکړی چې په مطلق ډول اوربند مراعات کړي."
بلخو د پکتیا ولایتي شورا له دولت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې د ژمنه شوي اوربند خیال وساتي او د ولس هیلې ناهلیې نه کړي.
د پکتیا د ولایتي شورا رئیس عبدلمالک مجاهد ځاځی چې په یاده خبري ناسته کې یې برخه درلوده، د ولس په استازولۍ یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او وسله والو طالبانو لخوا د هوکړه شوي اوربند ستاینه وکړه تر څنګ یې د اوربند له دواړو خواو و غوښتل چې دوی په خپله هم د اورند خیال وساتي او هم د یوشمېر مغرضو کړیو چې په لوی لاس د اوربند اخلالول غواړي په ګډه یې مخه ونیسي.
ښاغلي ځاځي د مغرضو کړیو یادونه وکړه خو د هغوی د هویت په هکله یې څه ونه ویل، هغه زیاته کړه:
"اوربند خو شوی،په دې باندې دواړه غاړې او ولس باوري دی، د دې لپاره باید وفادار پاته شي او هغه خلک چې په افغانستان کې جنګ غواړي او د افغانستان د سولې لپاره ژمن نه دي باید مخه یې ونیسو څو د دولت او طالبانو ترمنځ چې کومه د باور فضا رامنځته شوې هغه له منځه یونسي."
د پکتیا ولایتي چارواکي او ولایتي شورا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ګردېز ښار په شااوخوا سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو لخوا پر امنیتي پوستو وسله والو بریدونو زیاتوالي او د امنیتي ادارو لخوا ګردېز ته پر یوه غځېدلي فرعي سړک د خندق ایستلو ګردېز ښاریان اندېښمن کړي.
د پکتیا والي د ګردېز په اړوند سیمو کې د وسله والو مخالفینو د پوځي تحرکاتو د زیاتوالی په اړه وايي:
"په ټول افغانستان کې په همدغو ورځو کې جنګ شدت موندلی دی، پکتیا کې هم د جنګ د شدت کچه لس برابر شوې ده په یوه میاشت کې، ولې جنګ دومره شدت موندلی دی؟ اکثراً لاملونه یې داسې دي چې خارجي دښمن چې د خط له هغې خوا څخه کوم دښمن دی زموږ او ستاسو اصلي دښمن چې دی هغه ماته خوړلې ده او د پکتیا په حدودوکې یې خوړلې ده لکه د پکتیا پر سرحد باندې لکه د انځرکي کنډو کې چې یې ماته خوړلې ده، هغوی کوښښ کوي چې خپل غچ واخلي او دلته یې عملیات زیات کړي دي."
د پکتیا والي ګردېز ښار ته د یوشمېر غځېدلو فرعي لارو د بندیدو په اړه د خلکو اندېښنو ته د ډاډ وربخښلو په تړاو وویل:
"دې ښار ته تر شلو زیاتې مختلفې فرعي لارې داخلې شوي دي، د دې ولس د دې ښار د خلکو د امنیت پخاطر موږ غواړو چې هغه لارې موږ کمې کړو ځکه یو وړوکي چې په اصل کې ښار ورته ویلی نه شو بازار دی هغه ته د اخلېدو دومره لارو ته اصلاً ضرورت نشته، موږ هغه یو دوه درې فرعي لارې کموو، عمومي سړکونه ټول خلاص او آزاد او جوړ دي"
د پکتیا والي وویل، ګردېز ته د یوشمېر فرعي لارو بندول په دې معنا دي چې امنیتي کمربند د ښار تر څنډو رارسېدلی او امنیتي ځواکونه مو د دښمن د مقابلې توان نه لري.
د روژې په وروستۍ لسیزه کې ګردېز ښاریان د ګردېز ښار په دننه او شااوخوا سیمو کې د ماین چاودنو، امنیتي پوستو د سقوط او د ګنې مرګ ژوبلې شاهدان و چې له امله په ټولنیزورسنیو او په ځانګړې ډول فیسبوک کې له دولتي مقاماتو د پکتیا د امنیتي چارواکو د ګوښه کېدا غوښتنې شوي دي.
د پکتیا چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د روژې میاشتې له ۲۷نه بیا د اختر تر پنځمې له وسله والو طالبانو سره موقتاً اوربند اعلان کړ چې تېره ورځ پیل.
وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خپل لورې د کوچني اختر به لومړیو درو ورځو کې اوربند اعلان کړ.
له طالبانو سره د افغان حکومت موقتي اوربند په کور دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شو.
افغانان په تېره اوولس کلنه جګړه د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند شاهدان دي.
راپور: اصیل ځاځی