د ننګرهار چارواکي وایي، په جلالاباد ښار کې د یوه ماین د چاودنې له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دا چاودنه نن سهار شااوخوا ۶ بجې د دوهمې ناحیې د اهنګرانو په سیمه کې شوې ده چې په وینا یې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:
"د دې چاودنې په نتیجه کې یو ۱۰ کلن هلک وژل شوی او ۷ نور ملکي وګړي ټپیان دي چې په ټپیانو کې هم څلور ماشومان شامل دي. د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی."
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.