د ازبکستان ولسمشر د کوچني اختر په درشل کې لسګونه بندیان وبخښل

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د کوچني اختر په درشل کې لسګونه بندیان وبخښل.

د ولسمشر دغه حکم تېره ورځ شوی چې له مخې یې ۱۷۳ تنه بندیان له زندانونو خوشې کېږي.

په دې زندانیانو کې ۷۱ تنه‌یې په ضمانت خوشې کېږي.

پر دې سربېره ۳۹ بندیان به خفیف حبس ته انتقال شي او د ۱۴ نورو د حبس موده به راکمه شي.

د ازبکستان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د بخښل شویو ۴۰ تنه‌یې تر ۶۰ کلونو ډېر عمر لرونکي دي، ۳۹یې بهرنیان دي او ۳۷ نورې یې ښځینه بندیانې دي.

تر میرضیایف دمخه ولسمشر اسلام کریموف چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې مړ شو، هېڅکله د اختر په مناسبت بندیان نه‌وو بخښلي.

ازبکستان له ۳۰ میلیونه وګړو سره د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې تر ټولو ډېر نفوس لري.