د افغانستان او ازبکستان د عامه او خصوصي سکټور ګډ کنفراس جوړېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، تمه ده د اختر په څلورمه ورځ د افغانستان او ازبکستان د عامه او خصوصي سکټور ګډ کنفراس په ازبکستان کې جوړ شي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کنفراس کې به د عامه او خصوصي سکټور ترمنځ پر لا همغږۍ او دا چې ازبکستان په دې برخه کې څه کولای شي، بحث وشي.

د ښاغلي پسرلي په خبره، په یاد کنفراس کې د ګډون لپاره به د سوداګرۍ او صنایعو پر وزیر سربېره د سوداګرۍ خونې مسؤلین هم ازبکستان ته سفر وکړي.