ایا د ټرمپ او کېم لیدنه به دوی په خپلو اهدافو کې بریالي کړي؟

روېټرز خبري اژانس د شمالي کوریا او د امریکا د مشرانو ترمنځ تاریخي کتنې ته په یوه تحلیلي مطلب کې کتنه کړې چې د یو شمېر کارپوهانو په وینا، د پام وړ لاس ته راوړنې یې نه‌درلودې.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون کتنه ښایي له چین څخه د امریکا د پخواني ولسمشر ریچارډ نېکسن کتنې ته ورته وي، خو داسې ښکاري چې هغه د پیونګ یانګ له‌خوا د اټمي وسلو د له‌منځه وړلو په برخه کې، د پخو مشخصو ژمنو په یقیني کولو کې پاتې راغلی.

ډونالد ټرمپ

که څه هم ټرمپ له کېم جونګ اون سره په سنګاپور کې دغه بې‌سارې کتنه چې یو بل ته په لاس ورکولو او موسکاوو نندارې ته وړاندې شوه، بریالۍ وبلله، خو د چارو کتونکي وایي چې له ګډې اعلامیې یې ښکاري چې پیونګ یانګ ډېرې هماغه پخوانۍ ژمنې چي له مخکېنیو امریکایي ادارو سره‌یې کړې وې، تکرار کړې دي.

د روېترز په وینا، دې ته په پام سره داسې انګېرل کېږي چې که ټرمپ ته په نړیوال ډګر او په کور دننه د دغې کتنې امتیاز ورکول کېږي، هغه به په دې پورې تړلې وي چې په راتلونکو پړاوونو کې خبرې اترې څه ډول مخ ته ځي، ایا ټرمپ به وکولای شي چې له کېم سره له دغې کتنې هغه ټلوېزیوني تصویر په یو بل د پیونګ یانګ له‌خوا د اټمي بې‌وسلې کولو پر اغېزمن بریالیتوب بدل کړي.

د روېترز په لیکنه کې د ټرمپ ملاتړي به چې د هغه د غیر متعارف ډیپلوماتیک سټایل یا بڼه ستاینه کوي، ښایي دغه کتنه د واشنګټن د اوږدې مودې له دښمن سره د هغه د بهرني سیاست د بریا په توګه ولمانځي، هغه ولسمشر چې د کاناډا له اقتصادي سرمشریزې څخه په تلو یې خپل نږدې دوستان خفه کړي دي.

د روېټرز په وینا، په کور دننه ښایي ټرمپ داسې استدلال وکړي چې له شمالي کوریا سره د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیل کول د دې یو ثبوت دی چې دی د "امریکا لومړی" د شعار د عملي کولو په ترڅ کې د امریکا د خوندي کولو لپاره کار کوي، خو له کېم سره د هغه له کتنې ښکاري چې د پیونګ یانګ د اټمي وسلو لېږدوونکي د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په وړاندې، د خوندي کېدو مشخص اقدامات نه‌دي شوي.

خو د هغه جمهوري غوښتونکي متحدین ښایي له دې کتنې څخه په استفادې، په نومبر میاشت کې د کانګرس لپاره د مهمو انتخاباتو لپاره ګټه پورته کړي او رأی ورکوونکو ته ووایي چې دوی ته اجازه ورکړي چې پر کانګرس خپل کنټرول ته دوام ورکړي.

د روېټرز په لیکنه، دې ته په پام سره چې ټرمپ ټینګار کړی چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو د له‌منځه وړلو پروسه به ډېر ژر پیل شي، یو زیات شمېر کارپوهان دې ته د شک په سترګه ګوري چې کېم به کله هم له اټمي وسلو لاس وانه‌خلي.

کېم جونګ اون

انتوني روجیرو چې د واشنګټن د ډموکراسۍ د دفاع په تحیقاتي مرکز کې څېړونکی دی، وایي چې په خواشینۍ سره موږ نه‌پوهېږو چې ایا کېم به د اټمي وسلو د له‌منځه وړلو لپاره ستراتېژیکه پرېکړه کړې وي او دا هم نه‌ده روښانه چې ایا د نورو مذاکراتو په نتیجه کې به ټاکلي هدف ته چې د کوریا ټاپووزمه له اټمي وسلو څخه پاکوي، ترلاسه شي او کنه؟

د ده په وینا، داسې ښکاري چې دا پر هغې پخوانۍ پروسې بیا تأکید دی چې څه باندې ۱۰ کاله مخکې ترې وتلې وه او هغه د پرمختګ لوی ګام نه‌دی.

ټرمپ ښایي له دې کبله چې په سنګاپور کې یې د دې خبرو لپاره یوه مثبته فضا رامنځته کړې، وستایل شي، هغه ورځ چې نوموړي د ټلوېزیوني کمرو په وړاندې تودې خبرې کولې، د هغه د تېر کال له هغو څرګندونو سره بېخي په تضاد کې دي چې سپکې سپورې یې ویلي او کېم‌یې ګواښه چې ورسره د جګړې خطر هم زیات شوی و.

خو دغه سرمشریزه به چې یوازې د یوې اعلاميې په لاسلیک کولو سره چې په‌کې د نیت ویل شوي، نه د اقدماتو لپاره د یو مهالوېش، پای ته رسېږي، په دې اړه چې ایا دغې سرمشریزې به په نړیوال ډګر کې د ټرمپ حیثیت او اعتبار پورته وړی او په کور دننه به‌یې دریځ د اوږدې مودې لپاره پیاوړی کړی وي، پوښتنې بې‌ځوابه پرېږدي.