د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش راتلونکې اوونۍ روسیې ته ځي.
ټاکل شوې ده چې نوموړی به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او دغلته به د فوټبال د نړیوال جام یوه سیالي هم ننداره کړي.
د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک د سې شنبې په ورځ وویل، د ملګرو ملتونو عمومي منشي به د جون په ۲۰مه او ۲۱مه په روسیه کې وي، دغلته به د روسیې له ولسمشر پوتین، بهرنیو چارو له وزیر لاوروف او د روسیې د ارتودکس کلیسا له مشر سره کتنې ولري.
د پورتګال دا پخوانی صدراعظم به روسیې ته د دې دوه ورځني سفر په ترڅ کې په مسکو کې په یوه څېړنیز مرکز کې وینا هم وکړي او په هغو مراسمو کې به ګډون وکړي چې په روسیه کې د ملګرو ملتونو د حضور د ۷۰مې کلیزې په مناسبت جوړېږي.
د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، د دې سازمان عمومي منشي به د مسکو په لوژنیکي سټوډیوم کې د پورتګال او مراکش ترمنځ د فوټبال د یوې لوبې ننداره هم وکړي.
روسیې ته پر لاره، د ملګرو ملتونو عمومي منشي فنلنډ او ناروې ته هم ورځي.