ایراني چارواکي وايي، د یوې ترورېستي شبکې ۲۷ غړي یې نیولي

ایراني چارواکي وايي، د یوې ترورېستي شبکې ۲۷ غړي یې نیولي دي چې د روژې په میاشت کې یې د بریدونو پلان درلود.

د ایران د استخباراتو وزارت په خپله وېب‌پاڼه کې په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دې ډلې په تهران او نورو لویو ښارونو کې د ترورېستي عملیاتو طرحه جوړه کړې وه.

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې ټاکل شوې وه دا بریدونه تېره اوونۍ د القدر او بیت‌المقدس د ورځو په مناسبت ترسره شوي وی.

دا ورځې هر کال په ایران کې لمانځل کېږي چې په‌کې له فلسطینیانو سره یووالی او له اسرائیلو سره مخالفت ښودل کېږي.

د ایران د استخباراتو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې له وسله‌والو څخه‌یې یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.

دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د ایران سپاه پاسداران وویل، دوی د ترهګرو ډلو هغه درې هڅې شنډې کړې چې غوښتل‌یې له ګاونډي عراق څخه دې هېواد ته نفوذ وکړي او ۱۳ بریدګر یې وژلي دي.