رادمنش: طالبان باید په عمل کې وښيي چې ملکي خلکو ته زیان نه‌رسوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، طالبان باید په عمل کې وښيي چې ملکي خلکو ته زیان نه‌رسوي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخونزاده د سې شنبې په ورځ د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره په ټول توان هڅه کوي.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش د وسله‌والو طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې ازادي راډیو ته وویل:

"همدا اوس موږ اوربند اعلان کړی او د طالبانو پر ضد له وسلې کار نه‌اخلو، د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره هم ټولې هڅې کوو، طالبانو ته هم دا مهمه ده چې د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي."

ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د وسله‌والو طالبانو خلاف د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې اوربند اعلانوي.

وسله‌والو طالبانو هم تر دې اعلان وروسته وویل چې دوی به د اختر په درې ورځو کې د حکومتي ځواکونو خلاف بریدونه ودروي.

ملګرو ملتونو پرله‌پسې په افغانستان کې د ولسي خلکو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی چې ولسي خلکو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د حکومت د مخالفو وسله‌والو په بریدونو کې اوړي.