د روسیې په ولګا سيند کې د دوو بېړيو په ټکر کې ۱۱ کسان وژل شوي

د روسیې په ولګا سيند کې د دوو بېړيو په ټکر کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د بېړنیو حالاتو وزارت چارواکو ويلي، د ژغورنې عمليات نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» هغه مهال پای ته ورسېدل چې پلټونکو د ۱۱مې قربانۍ چې ښځه وه، مړی وموند.

دوی وويل، د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» تر ټکر وروسته پنځه کسان ژغورل شوي وو چې درې يې بستر شوي دي.

د ټکر لامل تر اوسه نه‌دی معلوم شوی.