ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون یو شمېر هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل

د امریکا ولسمشر او د شمالي کوریا مشر یو شمېر هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.

د ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون لاسلیک کړي اسناد وايي چې امریکا او شمالي کوريا به د تل‌پاتې سولې او ثبات پر لور هڅې کوي او پيونګ یانګ د کوريا ټاپووزمې د اټمي وسلو څخه د پاکولو لپاره په بشپړه توګه ژمن دی او همداراز به په دې اړه نورې خبرې هم کېږي.

ټرمپ او کېم يو سند لاسلیک کړ چې په اړه‌یې نور معلومات نه‌شته.

دوی دا سندونه وروسته له هغه لاسلیک کړل چې ۴۵ دقيقې يې يو په يو خبرې وکړې.

ټرمپ دا يو مهم او بشپړ سند بللی، خو په دې اړه‌یې له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

ډونالد ټرمپ نن سې شنبه په تاريخي سرمشريزه کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره په سنګاپور کې وکتل.