د افغانستان د کرنې وزارت وايي، سږ کال به ۱۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه په مستحقو بزګرانو ووېشي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» ازادي راډیو ته وویل چې له دې وړاندې د اصلاح شویو تخمونو د پېر او وېش په برخه کې جعل کاري کېدله او قراردادي شرکتونو به جعلي تخمونه په بزګرانو وېشل.
د ښاغلي رستمي په خبره، د دغو اصلاح شویو تخمونو لګښت شااوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانيو ته رسېږي.