راپورونه: وسله‌والو په سرپل کې یوه پوځي اډه نیولې

د دولت ضد وسله‌والو د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د دوو کلیو قفلاطون او القاني قشلاق پر پوستو حملې وکړې او په نتيجه کې دغه دوو پوستو سقوط کړی.

حمله پرون ماخستن لس بجې پيل شوه چې د نن سهار تر څلورو بجو يې دوام وکړ.

ځايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وويل چې په نښتو کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.

دوه ورځې مخکې د سرپل ولايت د ادرينګ او بلغلي کليو مهمې نظامي پوستې هم د طالبانو لاس ته ولوېدې.

په هغه نښته کې د ۳۰ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکول شوی وو.

وسله‌والو طالبانو همدا راز پنځه زرهي هاموي موټر هم له‌منځه وړي او د هغې حملې مسؤليت يې هم منلی.

  • پخواني معلومات

په داسې حال کې چې د افغان حکومت له‌خوا طالبانو ته اعلان شوی اوربند سر له نن نه عملي دی، راپورونه وايي چې وسله‌والو په سرپل ولایت کې یوه پوځي اډه نیولې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د محلي مقاماتو په حواله وايي چې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې قفلاتون اډه نن سهار د طالبانو لاسو ته پرېوتې ده.

طالبانو له تېرې شپې راهیسې پر دې اډې بریدونه پیل کړي وو.

سیمه‌ییزو منابعو ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې د وژل شویو او لادرکه شویو سرتېرو په اړه معلومات نه‌لري.

محلي مقاماتو ویلي دي چې د سرپل د صیاد ولسوالۍ په قفلاطون پوځي اډه کې د ۵۰ او ۶۰ په شااوخوا کې سرتېري او محلي پولیس ځای پر ځای وو.