د ناټو عمومي منشي وایي، تمه ده په افغانستان کې مؤقت اوربند د دغه هېواد د ستونزو د دایمي هواري سبب شي.
ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د ایټالیا له صدراعظم سره په یوه خبري غونډه کې وویل، له طالبانو غواړي چې اوربند په بشپړه توګه رعایت کړي.
دی وايي:
"د افغانستان له اوربنده چې د سې شنبه په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» پیلېږي، ملاتړ کوم. له طالبانو غواړم دغه اوربند په بشپړ ډول رعایت کړي او هیله لرم دا په افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره لومړنی مرحله وي."
افغان حکومت سر له نن نه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړی دی.
افغان ولسمشر سپارښتنه کړې چې افغان امنیتي ځواکونهیې پهدې ورځو کې پر وسلهوالو طالبانو بریدونه بند کړي.
طالبانو هم د دې په ځواب کې د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.