د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر نن په سنګاپور کې خبري کنفرانس ته وویل چې پر شمالي کوریا لګېدلي بندیزونه به اوسمهال پر ځای وي او هغه وخت به لیرې کېږي چې نړیواله ټولنه ډاډه شي چې اټمي وسلې نورې نهشته.
ټرمپ وویل:
"پر شمالي کوریا بندیزونه به هغه وخت لیرې شي چې موږ ډاډه شو چې «د شمالي کوریا» اټمي وسلې نهشته، بندیزونو د ستونزې په حل کې لوی رول لوبولی او په یوه وخت کې به لیرې شي، زه هیله لرم چې دا کار به ژر وشي، خو لکه څرنګه چې ما وویل، اوسمهال پاتې کېږي، زهیې د لیرې کېدو په هیله یم."
ټرمپ د وینا پر مهال
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې له کېم جونګ اون سره د خپلو خبرو پر اساس ویلی شي چې له اټمي وسلو د شمالي کوریا د پاکولو بهیر به ډېر ژر پیل شي.
ټرمپ وویل چې د شمالي کوریا له مشر، کېم جونګ اون سره کتنهیې فوقالعاده بری و او سپینې ماڼۍ تهیې د شمالي کوریا د مشر د تګ خبره هم وکړه.
هغه نن خبریالانو ته وویل:
"زه به همداراز په مناسب وخت کې، مشر کېم سپینې ماڼۍ ته راوبولم، زه فکر کوم چې دا په حقیقت کې یو مهم کار دی، ما وویل چې په مناسب وخت کې، هغه دا نظر تأیید کړی، خو سملاسي به پر دې لار چې روان یو، حرکت ته دوام ورکړو."
ټرمپ او کېم د سنګاپور په سنتوزا ټاپو کې سره وکتل او تر تقریباً ۴۵ دقیقې دوه په دوه خبرو وروستهیې یو لړ اسناد هم سره لاسلیک کړل.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر نن په سنګاپور کې له کېم سره تر کتنې وروسته، په خبري کنفرانس کې وویل:
"زه دلته، د امریکا د خلکو د استازي په توګه، د امید او سولې له پیغام سره راغلی یم."
راپورونه وايي، په هغه سند کې چې نن ټرمپ او کېم لاسلیک کړل، لیکل شوي چې امریکا او شمالي کوریا به د باثباته او پایدارې سولې پروګرام پر مخ بیایي او پیونګ یانګ به د کوریا په ټاپووزمه کې د اټمي وسلو د لهمنځه وړلو پر لور حرکت کوي.
په سند کې همداراز ویل شوي چې د نننیو مذاکرو او پرېکړو د بیا کتنې او د بحثونو د جاري ساتلو لپاره به د امکان تر حده ژر بیا خبرې کېږي.
راپورونه وايي چې د شمالي کوریا مشر خپل هېواد ته ستون شوی دی.
له دې امله، د امریکا ولسمشر په خبري غونډه کې یوازې و.
خبریالانو له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وکړه چې په شمالي کوریا کې د ناوړه بشري وضعیت په اړهیې له اون سره څه خبرې وکړې چې ولسمشر ټرمپیې په ځواب کې وویل:
"هو! پر بشري حقونو خبرې وشوې او په راتلونکي وخت کې به هم خبرې ورباندې وشي."
دا اول وار دی چې د امریکا برحاله ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره غونډه او مذاکرې کوي.
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون وویل چې تر سنګاپور او له امریکا سره د مذاکرو تر مېزه رسېدل ورته اسان نهو.
- پخواني معلومات
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له اټمي وسلو د شمالي کوریا د پاکولو بهیر به ډېر ژر پیل شي.
ټرمپ ویلي چې د شمالي کوریا له رهبر، کېم جونګ اون سره کتنهیې فوقالعاده بری و.
ټرمپ او اون د سنګاپور په سنتوزا ټاپو کې په یوه مجلل هوټل کې سره وکتل.
ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون
هغوی تقریباً ۴۵ دقیقې دوه په دوه خبرې وکړې او وروستهیې یو لړ اسناد هم سره لاسلیک کړل.
د شمالي کوریا له رهبر، کېم جونګ اون سره د ډونالد ټرمپ د کتنې لپاره د دواړو هېوادونو ډيپلوماتیکو پلاوو له ډېرې مودې راهیسې کار کاوه.
ډونالد ټرمپ نن خبریالانو ته وویل:
"موږ به یوه لویه لانجه حل کړو، داسې یوه ستونزمنه مسئله چې تر اوسهیې څوک په حل نهو توانېدلي."
د امریکا ولسمشر دا مهال په سنګاپور کې دی.
د دواړو مشرانو ترمنځ د لاسلیک شوي سند ډېر مشخصات لا نهدي ښودل شوي، خو راپورونه وايي په سند کې لیکل شوي چې امریکا او شمالي کوریا به د باثباته او پایدارې سولې پروګرام پر مخ بیایي او پیونګ یانګ به د کوریا په ټاپووزمه کې د اټمي وسلو د لهمنځه وړلو پر لور حرکت کوي.

ټرمپ له اون سره د لیدنې پر مهال
په سند کې همداراز ویل شوي چې د نننیو مذاکرو او پرېکړو د بیا کتنې او د بحثونو د جاري ساتلو لپاره به د امکان تر حده ژر بیا خبرې کېږي.
راپورونه وايي چې د شمالي کوریا رهبر خپل هېواد ته ستون شوی دی.
دا اول وار دی چې د امریکا برحاله ولسمشر د شمالي کوریا له رهبر سره غونډه او مذاکرې کوي.
ډونالد ټرمپ مخکې د شمالي کوریا د سیاسي مشر په اړه له تمسخره ډکې خبرې کړې وې، د بېلګې په ډول هغهیې «کوچنی راکټي سړی» بللی و.
د شمالي کوریا د سیاسي رهبر له لوري هم ورته څرګندونې شوې وې، خو ډونالد ټرمپ نن له کېم جونګ اون سره تر مخامخ کتنې وروسته، د هغه په اړه ډېرې مثبتې خبرې وکړې.
ډونالد ټرمپ نن له کېم جونګ اون سره تر کتنې وروسته وویل چې فوقالعاده بریالۍ خبرې یې کړي او کتنهیې تر حده زیاته مثبته وه.
ټرمپ له اون سره د لیدنې پر مهال
هغه نن د کېم جونګ اون په اړه خبریالانو ته وویل:
"د شمالي کوریا مشر، فوقالعاده ښه شخصیت لري، ډېر هوښيار دی چې دا دواړه ښه سره لګېږي، هغه با ارزښته مرکچي دی، د خپلو خلکو په استازيتوب یې ډېرې با ارزښتې او هوښيارې مذاکرې وکړې، موږ د ځانونو او د یوه او بل د هېوادونو په اړه ډېره زدهکړه وکړه."
ټرمپ بیا وویل، ما زده کړل چې هغه «کېم» ډېر مستعد سړی دی او ما زده کړل چې هغه ته خپل هېواد ډېر ګران دی.
د شمالي کوریا رهبر، کېم جونګ اون وویل چې تر سنګاپوره او له امریکا سره د مذاکرو تر مېزه رسېدل ورته اسان نهو.
کېم جونګ اون وویل، پخوانی تعصب او مخکېني فعالیتونه زموږ د لارې خنډ وو، خو موږ ورباندې تېر شوو او نن دا دی موږ دلته رارسېدلي یوو.
- پخواني معلومات
د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره تر یو په یو کتنې وروسته خوشبیني څرګنده کړه چې د کوریا ټاپو وزمې د غیر اټمي کولو په اړه خبرې به لویه کامیابي ولري.
ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» په سنګاپور کې خپله تاریخي غونډه پیل کړه.
ولسمشر ټرمپ او کېم لومړی ۴۵ دقیقې چې یوازې ژباړونکي ورسره وو، یو په یو خبرې وکړې.
له دې خبرو وروسته ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، دی ډېر ښه احساس کوي او دا به ډېرې ښې خبرې وي.
د امریکا ولسمشر وویل، دی فکر کوي چې امریکا او شمالي کوریا به په خپلو کې فوقالعاده اړیکې ولري او دی په دې برخه کې هېڅ شک نهلري.
هغه وویل، دا خبرې د هر چا د توقع خلاف زیات پرمختګ دی.
ډونالد ټرمپ له کېم جونګ اون سره تر څو ساعته خبرو وروسته وویل، دواړه به ډېر ژر یوه موافقه چې نوموړي يې جزئیات ورنهکړل، لاسلیک کړي.
د شمالي کوریا مشر وویل، د دې غونډې جوړېدل اسانه نهو.
د کېم په خبره زړو چلندونو او مخکې له مخکې قضاوتونو د دواړو مخ ته زیات خنډونه پورته کړي وو، خو موږ ترې تېر شو او دا دی نن دلته یو.
ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون د خبرو بل پړاو هم لري او دواړه به په سنتوزا تفرېحي ټاپو کې په ګډه د غرمې ډوډۍ هم وخوري.
- پخواني معلومات
د امریکا او شمالي کوریا مشرانو نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» په سنګاپور کې خپله تاریخي غونډه پیل کړه.
ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون له یو بل سره روغبړ وکړ او یو په یو خبرې يې پیل کړې.
د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون د دې غونډې هدف د کوریا ټاپو وزمې غیر اټمي کول او د پیونګ یانګ د اټمي پروګرام بندول دي.
دا لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو یو برحاله ولسمشر د شمالي کوریا له کوم رهبر سره ویني.
د دواړو مشرانو دا سرمشریزه د سنګاپور په یوه تفرېحي ټاپو سینتوزا کې ده.
ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون خپلې یو په یو خبرې چې ژباړونکې يې ورسره و او ۴۵ دقیقې يې دوام وکړ، پای ته ورسولې.
ولسمشر ټرمپ وویل خبرې به دوام وکړي او اټکل کوي چې له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې د پاکولو په اړه روانو مذاکراتو کې به لوی پرمختګ وشي.
- پخواني معلومات
سنګاپور نن سې شنبه د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو کوربه دی.
ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون د لومړي ځل لپاره دغلته سره وګوري.
د دې لیدنې په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا او شمالي کوریا سرمشریزه مهمه بللې او هیله یې ښودلې چې دغه ډیپلوماتیکې هڅې په شمالي کوریا کې د بشري وضعیت د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
انتونیو ګوترش د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دواړه مشران باید د دې هڅې لپاره وستایل شي:
"زه باور لرم چې دغه سرمشریزه یوه ډېره مهمه موضوع ده. زما په باور دواړه مشران باید د دې جرئت لپاره چې پریکړه یې وکړه چې دغه سرمشریزه پر مخ بوزي وستایل شي. دوی یوه داسې هدف ته د رسېدو لپاره رغوونکو مذاکراتو کې ښکېل شول چې زموږ ټولو لپاره حیاتي ده، هغه یوه سولهییزه منل شوې او له اټمي وسلې پاکه شمالي کوریا ده. نو زه باوري یم چې دا یوه ډېره مهمه موضوع ده او زه دواړو مشرانو ته د دې جرئت له کبله مبارکي وایم ."
ګوترش زیاته کړه، د ملګرو ملتونو اداره د دغه بهیر ملاتړته چمتو ده.