د کرکټ افغان ملي لوبډلې د هند په وړاندې لوبې ته تیاری پيل کړی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند په وړاندې خپلې لومړنۍ تاریخي ټېست لوبې ته په بنګلور کې تیاری پيل کړی دی.

بل‎خوا هندۍ لوبډلې هم د افغانستان په وړاندې دغه سیالۍ ته تمرینات پيل کړي او د دغې لوبډلې لوبډل‎مشر اجینکا ریحاني ویلي چې افغانستان سره لوبه به اسانه نه‎وي.

افغانستان له دې وړاندې په هند کې بنګله‎دېش ته د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو په لړۍ کې درې صفر ماتې ورکړه چې په‎دغو بریاوو کې تر ډېره د سوکه يا سپېن‎بالرانو رول د پام وړ و.

ټاکل شوې چې د هند او افغانستان ترمنځ دغه لومړنۍ ټېسټ لوبه د روانې جون مېاشتې له ۱۴مې تر ۱۸مې نېټې په اېم چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.‌‌