نن د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د کتنې وروستی چمتووالی نیول کېږي

د امريکا او شمالي کوريا ځينو چارواکو نن دوشنبه په سنګاپور کې سره وکتل چې د دواړو هېوادونو د رهبرانو سرمشريزې ته وروستى چمتووالى ونيسي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز وويل چې د فیليپين لپاره د امريکا سفير د شمالي کوريا له هيئت سره د چمتووالي پر خبرو د امريکا استازيتوب کوي.

د روېټرز اژانس په حواله، د امريکا او شمالي کوريا چارواکو د سبانۍ سرمشريزې پر اجنډا د خبرو لپاره په خپلو کې دوه ساعته وکتل.

سارا سنډرز

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو په يوه اعلاميه کې وويل، دا غونډې اساسي او مفصلې وې، خو هغه‌يې د نتيجو په اړه څه نه‌دي ويلي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون پرون سنګاپور ته ورسېدل.

دواړه مشران به سبا سې شنبه د سينګاپور په سينټوزا جزيره کې سره وګوري.

د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په هيئت کې د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو، د ملي امنيت سلاکار جان بولټون، د سپينې ماڼۍ د دفتر رئيس جان کيلې او د سپينې ماڼۍ ویانده سارا سندرز شامل دي.

دا چې کوريا ټاپووزمه به په څه شکل له اټمي وسلو تصفيه کېږي، لا هم د دواړو لورو د هيئتونو ترمنځ ځيني اختلافات شته.

دا لومړى وار دى چې د امريکا يو برحال ولسمشر د شمالي کوريا له يوه رهبر سره ګوري.

امريکا او شمالي کوريا د کوريا له جګړې راوروسته رقيب هېوادونه ګڼل کېږي، هغه جګړه له ١٩٥٠ څخه تر ١٩٥٣میلادي کال پورې شوې وه.

د ټرمپ او کېم ترمنځ خبرې به د شمالي کوريا پر اټمي وسلو او له اټمي وسلو د کوريا ټاپووزمې د پاکولو پر هڅو متمرکزې وي.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې دا سرمشريزه د شمالي کوريا لپاره يوازنى چانس دى، خو ده ويلي چې د ډاډ احساس کوي.

ډونالد ټرمپ ويلي، دى به په يوه دقيقه کې پوه شي چې ايا د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون رښتيا هم جدي دى چې له اټمي وسلو به لاس اخلي؟

وروسته له هغې چې کېم جونګ اون په ٢٠١١ میلادي کال کې د شمالي کوريا رهبر شو، دا دوهم وار دى چې يو بهرنى سفر کوي.

هغه په مې مياشت کې خپل اول بهرنى سفر چين ته کړى و.