انډېپنډنټ د اختر په ورځو کې د طالبانو له‌خوا د اوربند اعلان ناڅاپي بللی

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په یوه مطلب کې په افغانستان کې د حکومت او وسله‎والو طالبانو له‎خوا د اوربند اعلانونو ته د اشارې په ترڅ کې لیکي:

ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د طالبانو په وړاندې چې کابل او واشنګټن له هغو سره د سولې لپاره هڅه کوي، مؤقت اوربند اعلان کړ، خو ورځپاڼه زیاتوي چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر وړاندې چې په نړۍ کې یوه ډېره تندلارې ډله ګڼل کېږي د افغان او امریکايي ځواکونو عملیات دوام لري.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

افغان کمانډو او د امریکا سپېشل فورس ځواکونو د ننګرهار ولایت په ده بالا ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر ضد چې د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې یې د وسله‎والو شمېر تخمیناً د یو نیم زر او دوو زرو ترمنځ دی، پوځي عملیات پیل کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې داعش غواړي ده بالا ولسوالۍ د خپلو فعالیتونو په مرکز بدله کړي.

ورځپاڼه د ده بالا د ولسوال رضوان‌الله بشرمل له قوله لیکي چې نوموړی وايي، دا ډله به په ده بالا کې له‌منځه یووړل شي.

بشرمل وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې داعش د دې غرنۍ سیمې یوه کوچنۍ برخه نیولې ده، خو دا سیمې به هم د دې ډلې له ولکې ازادې او د داعش ویروس به له‎منځه یووړل شي.

  • انډېپنډنټ

د بریتانیا چاپ انډېپنډنټ ورځپاڼې د اختر په ورځو کې د وسله‎والو طالبانو له‎خوا د اوربند اعلان حیرانوونکی او ناڅاپي بللی او په‎دې اړه‌یې په یوه مطلب کې لیکلي:

وسله‎والو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې اوربند ومانه، خو په خپله خبرپاڼه کې یې ویلي چې په افغانستان کې دېره بهرني ځواکونه به له دې اوربنده مستثنی وي او د هغوی پر ضد د دوی عملیات به دوام وکړي.

انډېپنډنټ د مطلب په دوام د اوربند په اړه د طالبانو د خبرپاڼې د هغه ټکي يادونه کوي چې طالبان وايي، دوی به د مقابل لوري د حملو په وړاندې خپلې دفاع ته دوام ورکړي.

انډېپنډنټ د یوه اروپايي ډیپلومات له قوله لیکي چې نوموړی وايي، د اوربند په درېیو ورځو کې به معلومه شي چې د طالبانو یووالی څومره دی.

دې ډيپلومات چې نوم‌یې نه‎دی یاد شوی انډېپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي چې که د طالبانو بېلابېلې ډلې اوربند ونه‎مني، نو جګړه ښايي دوام وکړي.