د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن په سنګاپور کې غونډه کوي

د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن دوشنبه په سنګاپور کې غونډه کوي چې د دواړو هېوادونو د سبانۍ سرمشریزې وروستی چمتووالی ونیسي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون سبا ته د سنګاپور په سنټوزا ټاپو کې له یو بل سره وویني.

دواړه مشران پرون یکشنبه سنګاپور ته ورسېدل.

د سپینې مانۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز وویل، د امریکا او شمالي کوریا د چارواکو په نننۍ غونډه کې به د واشنګټن د پلاوي مشري په فیلیپین کې د متحده ایالاتو سفیر کوي.

د ولسمشر ټرمپ او کېم ترمنځ خبرې به د کوریا ټاپو وزمې په غیر اټمي کولو او د پیونګ‌یانګ په اټمي پروګرام متمرکزې وي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي دا سرمشریزه د شمالي کوریا لپاره یوازنی فرصت دی او له کېم سره د خبرو پر مهال به دی په یوه دقیقه کې پوه شي چې د شمالي کوریا مشر د خپل اټمي پروګرام د بندولو په اړه جدي دی او کنه؟