ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون په سنګاپور کې دي او سبا سره ګوري

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په سنګاپور کې دي او سبا سې شنبه سره ګوري.

ټرمپ او کېم پرون یکشنبه سنګاپور ته رسېدلي دي.

د دغو مشرانو لیدنه په سنټوزا ټاپو کې کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو برحاله ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره ګوري.

دواړه مشران په جلا جلا مراسمو کې د سنګاپور په پایا لبار هوایي ډګر کې د سنګاپور د بهرنیو چارو د وزیر ویویان بالاکریشنان «Vivian Balakrishnan» له‌خوا له هرکلي سره مخ شول.

کېم د سنګاپور له صدراعظم لي هسین لونګ سره په لیدنه کې د هغه په خبره د دې تاریخي جلسې د چمتووالي لپاره د سنګاپور د کارونو ستاینه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د کوریا ټاپو وزمې په غیر اټمي کولو او د شمالي کوریا په اټمي پروګرام خبرې کوي.