د افغانستان حکومت لهخوا له وسلهوالو طالبانو سره اوربند سبا سې شنبه پيلېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د روژې له ۲۷مې چې د جون له ۱۲مې سره برابره ده اوربند پيلېږي.
دا اوربند به له سبا پیل او د اختر تر پنځمې یعنې د جون تر ۱۹مې به دوام وکړي.
له دې اوربنده په نړیواله کچه تود هرکلی شوی دی او پرون یکشنبه د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې هم د افغانستان او سیمې لپاره یو ښه خبر وبلل شو.
وسلهوالو طالبانو د حکومت د اوربند په ځواب کې د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.