د باجوه په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی راتلونکې سې شنبه کابل ته راځي

د پاکستان د لوى رستيز جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ د دغه هېوا يو لوړ رتبه هيئت د راتلونکې سې شنبې په ورځ افغانستان ته ځي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ازادي راډيو ته وويل چې د دغه هيئت په ترکيب کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال نويد مختار هم شامل دى.

حضرت عمر زاخېلوال وايي، دغه هيئت به د افغانستان له مشرانو سره د سولې په ګډون پر ګڼو مسايلو خبرې وکړي:

"[دغه هيئت] د افغانستان د حکومت له مشرتابه سره ګوري، د دوى په خبرو کې مهم موضوعات مطرح کېږي چې تر ډېره پر سوله او ثبات راڅرخي. باوري يم چې موږ به يو پرمختګ ولرو."

افغان چارواکو په وار- وار پر پاکستان تور لګولى چې د حقاني شبکې په ګډون د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.