د هرات-اسلام قلعه پر لويه لار ترافیکي پېښې ۴تنه مړه کړي

د هرات-اسلام قلعه پر لويه لار د دوو سراچه ډوله موټرونو په ټکر کې ۴ تنه مړه شوي دي.

د والي وياند جېلاني فرهاد وايي، په پېښه کې چې نن سهار شا او خوا ١٠بجې شوې، ٨ تنه نور ټپيان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسؤل وايي، په ټپيانو کې شپږ نارينه، يوه ښځه او يو کوچنى شامل دي.

"د پېښې له ځايه اته ټپيان او دوه مړي د هرات حوزوي روغتون ته لېږول شوي دي، په ټپيانو کې يوه ښځه، يو کوچنى او شپږ نارينه شامل دي."

که څه هم د والي وياند د مړو شمېر ۴ تنه ښيي، خو د هرات د حوزي روغتون مطبوعاتي مسؤل بيا دغه شمېر په مجموع کې ٦ تنه ښيي.