ټرمپ وايي د«G7» هېوادونو وروستۍ ګډه اعلامیه نه تائیدوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د اوو مخکښو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې وروستۍ ګډه اعلامیه نه تائیدوي.

ولسمشر ټرمپ مخکې له دې چې د کاناډا په کوبیک کې له دې سرمشریزې د سینګاپور پر لوري روان شي، دغه اعلامیه تائید کړې وه.

د ټرمپ دغه دریځ د متحدو ایالتونو او د هغه د متحدینو ترمنځ د اختلافاتو څرګندونه کوي.

ډونالد ټرمپ نن په ټویټر کې ولیکل چې دی د اوو صنعتي هېوادونو خپره شوې ګډه اعلامیه نه تائیدوي ځکه هغه د کاناډا د صدراعظم جستين ترودو له خوا چې د دې سرمشریزې کوربه و، پر ناسمو څرګندونو ولاړه ده.

د کاناډا صدراعظم ویلي وو چې دغه اعلامیه د جي اوه د ډلې ټولو مشرانو تائید کړې ده.

په اعلامیه کې د سوداګرۍ په چاروکې د همکارۍ پر اړتیا او د روسیې په وړاندې پر سخت دریځ ټینګار شوی او دا مهمه بلل شوې چې د ایران د اټمي پروګرام مخه باید ونیول شي.