زاخېلوال: په هېواد کې د سولې د راتلونکې لپاره په احتیاط خوشبیني لرو

په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي چې په هېواد کې د سولې د راتلونکې لپاره په احتیاط سره خوشبیني لري.

حضرت عمر زاخېلوال په هېواد کې د سولې د روانو هڅو بریا ته په داسې حال کې خوشبیني څرګندوي چې وسله والو طالبانو په غیرمستقیم ډول د افغان حکومت د اوربند په ځواب کې د اختر د درېیو ورځو لپاره اوربند اعلان کړی.

افغان سفیر له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د اوربند دا اعلان تصادفي نه و، بلکې د حکومت د هڅو نتیجه وه.

ښاغلي زاخېلوال د مرکې په پیل کې د ازادي راډيو د خبریال احمدتکل دې پوښتنې ته ځواب وايي چې دا ځل د سولې د هڅو بریا ته څومره امید شته؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي زاخېلوال سره مرکه