ټرمپ وایي، د ۷ پرمختللو صنعتي هېوادونو وروستۍ ګډه اعلامیه نه تأییدوي

د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ۷ پرمختللو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې وروستۍ ګډه اعلامیه نه تأییدوي.

ډونالد ټرمپ نن یکشنبه په یوه ټوېټري پیغام کې وویل چې دی د اتو پرمختللو صنعتي هېوادونو خپره شوې ګډه اعلامیه نه تأییدوي، ځکه هغه د کاناډا د صدراعظم جسټن تروډو له خوا چې د دې سرمشریزې کوربه و، پرناسمو څرګندونو ولاړه ده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټرمپ وویل چې خپلو استازو ته یې لارښوونه کړې چې د سرمشریزې وروستۍ اعلامیه تأیید نه کړي.

د کاناډا صدراعظم ویلي وو چې دغه اعلامیه د جي اووه د ډلې ټولو مشرانو تأیید کړې ده.

په اعلامیه کې د سوداګرۍ په چارو کې د همکارۍ پر اړتیا او د روسیې په وړاندې پر سخت دریځ ټینګار شوی او دا مهمه بلل شوې چې د ایران د اټمي پروګرام مخه باید ونیول شي.

ټرمپ وویل، د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو د غونډې په جریان کې زغم او نرمښت وښود چې وروسته له غونډې زما تر وتلو وروسته په خبري کنفرانس کې ووایي چې د امریکا ګمرکي تعرفې یو ډول سپکاوی دی او دی به فشار ته تسلیم نشي.

ټرمپ وویل، دا ډیرې نادرستي او کمزورې خبرې دي.

د ده په وینا، زموږ ګمرګي تعرفې د کاناډا د ۲۷۰ فیصده لبینیاتو په وړاندې دي.

روېترز خبري اژانس د اروپایي اتحادیې د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی، خبر ورکړی چې د ټرمپ د دغه ټوېټري پیغام په وړاندې په عکس العمل کې یې ویلي چې موږ دغې ګډې اعلامیې ته چې د سرمشریزې ټولو ګډونوالو پرې موافقه کړې، ژمن یوو.

په هغه بیان کې چې د کاناډا د صدراعظم د دفتر له خوا خپور شوى، د جستن ترودو له قوله ویل شوي چې ویلي یې دي، داسې څه نه دي پاتې چې ده شخصاً په غونډه کې ټرمپ ته نه وي ویلي.

د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو

د ۷ پرمختللو صنعتي هېوادونو په اته مخیزه اعلامیه کې چې مخکې خپره شوې، ویل شوي چې موږ ټول دې ته تیار یوو چې که روسیې په خپلو کړو ړو کې هغسې بدلون چې اړتیا یې ده، رانه وست، د دې هېواد په وړاندې به نور سخت اقدامات وکړو.

د هغه هېواد په وړاندې چې ټرمپ یې له دې ډلې سره د بېرته یوځای کېدو غوښتنه کړې وه چې د نورو ګډونوالو له سخت مخالفت سره مخامخ شوه.

د روسیې غړیتوب د اتو پرمختللو صنعتي هېوادونو په ډله کې چې د جي اته په نوم یادېده، په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغې وځنډېد چې دې هېواد د اوکراین د کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

مسکو هم په ۲۰۱۷ کال په رسمي ډول له دې ډلې د وتلو اعلان وکړ.

د ۷ پرمختللو هېوادونو په ډله کې کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، بریتانیا او متحده ایالات شامل دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د تاریخي کتنې لپاره چې ټاکل شوې بل سبا د سې شنبې په ورځ په سینګاپور کې ترسره شي، د کاناډا له کبیک څخه د هغه هېواد پر لور روان شوی دی.