د کندهار په شاولیکوټ کې ۶۰ وسله وال او ۲۳ افغان سرتېري وژل شوي

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۶۰ وسله وال او ۲۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې سلګونو وسله والو د شنبې په شپه ناوخته د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه حمله وکړه.

د دراني په وینا، د وسله والو طالبانو او ملي اردو د سرتېرو ترمنځ په جګړه کې چې ملي پولیس يې مرستې ته ورغلي، ۶۰ وسله وال وژل شوي چې په وژل شویو وسله والو کې د مقابل په نوم د دې ډلي د قطعې قوماندان هم شامل دی .

د دراني په وینا، دغې جګړې چې تر سهار شپږ نیمو بجو يې ادامه درلوده، د ملي اردو ۲۰ سرتېرو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر یې دقیق نه دی معلوم .

په عین وخت کې یوې باوري سرچينې ازادي راډیو ته تأيید کړې چي په دغه جګړه کې د ملي اردو ۲۳ سرتېري وژل شوي دي .

وسله والو طالبانو ددغه حملې مسوولیت منلي او د ملي اردو د ۳۵ سرتیرو د وژل کیدو ادعا کوي .

د یادولو وړ ده چې طالبانو د شنبې په ورځ د یوې اعلامېې په خپرولو سره خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په درېيو ورځو کې اوربند مراعت او د افغان ځواکونو پر ضد تعرضي بریدونه ودروي.