د چین ولسمشر د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو اتحاد ستایلی

د چین ولسمشر شي جن پنګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو اتحاد ستایلی دی.

ولسمشر شي پرون شنبه د دې سازمان د مشرانو د غونډې په پېل کې د وینا پرمهال وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي د ګډ تفاهم د موندلو او د ټولو د ګټې لپاره د همکارۍ زیاتولو او د ستونزو د حل هڅې کوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان اته غړي او څلور څارونکي لري.

هند او پاکستان چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې د سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، سږکال اول وار د دایمي غړو په توګه د شانګهاي د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون لري.

د دې سازمان د مشرانو د کار اصلي ورځ نن یکشنبه ده.