د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د جون په دولسمه په سينګاپور کې د شمالي کوریا له مشر کیم جون اون سره د ده کتنه د شمالي کوریا لپاره داسې موقع ده چې بیا نه شي تکرارېدای.
د امریکا ولسمشر پرون شنبه په کاناډا کې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې د غونډې په اړه ډاډمن دی.
ډونالد ټرمپ چې سينګاپور ته تر روانېدو لنډه شېبه مخکې خبرې کولې، وویل:
"زه د سولې له ماموریت سره ځم او د ميلیونونو انسانانو هيلې به په زړه کې راسره وړم، د ټولې نړۍ د خلکو، موږ باید د اټمي وسلو د خلع سلاح کار وکړو او زه باور لرم چې شمالي کوریا به په لنډ وخت کې یو فوق العاده ځای وي، موږ د ټولو روانو هڅو قدر کوو، موږ له شمالي کوریا سره د ګډ کار قدر کوو، هغوی په رښتیا له موږ سره ښه کار کوي."
په همدې حال کې راپورونه وايي چې د شمالي کوریا یوه الوتکه پرون په سينګاپور کې کېناسته.
له شمالي کوریا تر سينګاپوره د الوتکې مستقیم پرواز بې ساری بلل شوی دی.
داسې ګڼل کېږي چې د اېرچاینا په ۳۳۰ اېربس الوتکه کې د شمالي کوریا د لوړرتبه پلاوي غړي سينګاپور ته تللي او هلته د کیم جونګ اون له نېږدې سلاکار کیم چانګ سون سره یوځای شوي دي.
د سينګاپور د بهرنیو چارو وزیر پرون په پیکنګ کې خبریالانو ته وویل چې د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ او دشمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ د کتنې لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي.