د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي نن د دوهمې ورځې لپاره سره ګوري

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو نن یکشنبه د دوهمې او وروستۍ ورځې لپاره سره ګوري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او یوشمېر نور لوړ رتبه دولتي چارواکي هم په دې غونډه کې ګډون لري.

په کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ پرون د چین له ټلویزیوني شبکې «سي سي» سره په مرکه کې وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان به د افغانستان د سولې په تامين کې مهم رول ولوبوي.

لیوجین سانګ وویل:

"د شانګهای د همکارۍ سازمان به په ټوله نړۍ کې د افغانستان پر مسئله د تفاهم د رامنځته کېدو لپاره مهم رول ولوبوي، څو ټول د افغانستان پرمسئله په یوه غږ خبرې وکړي."

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشران په اساسي ډول د ترورېزم پرضد په مبارزه او د هغو ګواښونو د مخنیوي پر لارو خبرې کوي چې ټوله سیمه ورسره مخامخ ده.

دا سازمان اته غړي لري.

افغانستان د دې سازمان په څلورو څارونکو کې دی.