ارګ د اختر په ورځو کې د طالبانو له لورې د اوربند د اعلان هرکلی وکړ

د افغانستان جمهوري ریاست د اختر په ورځو کې د طالبانو له لورې د اوربند د اعلان هرکلی وکړ.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري نن تر غرمې وروسته په خبري غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د اوربند په عملي کېدو کې ژمن و اوسي.

نوموړي دغه راز هیله وښوده چې د طالبانو د اوربند پروسه به دوام وکړي.

دی وایي:

"د افغانستان حکومت د هر هغه اقدام که هغه لوی وي که کوچنی چې د یوه افغان د ویني د تويېدو مخه پکې ونیول شي، هرکلی کوي، هیله لرم چې د دې اوربند د تطبیق په برخه کې طالبان ژمن و اوسي."

طالبانو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپلو غړو ته سپارښتنه کړې چې د کوچني اختر په دريیو ورځو کې اوربند مراعات کړي او پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ونه کړي.

دغې ډلې ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه په دې اوربند کې شامل نه دي او زیاتوي چې پر دوی د هر ډول حملې دفاع به وکړي.

وسله والو طالبانو داسي مهال دا دریځ غوره کړی چې ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیوېي پیغام کې د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې ورځې پورې د وسله والو طالبانو پر وړاندې یو اړخیز اوربند اعلان کړ.

ولسمشر غني ویلي چې په دې اوربند کې داعش او نورې نړیوالې ترورېستي ډلې شاملي نه دي.

د افغانستان د سولي عالي شورا هم د طالبانو د دې دریځ هرکلی کړی دی.