ارګ د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني له دندې لېرې کړ

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني د افغان ولسمشر د حکم پر اساس له دندې لېري شو.

له ارګ څخه په یوې اعلامیې کې راغلي چې ولسي جرګې ته د نوي وزیر تر معرفي کېدو پوري به د دغه وزارت مرستیال انجنیر محمد ګل خُلمي د سرپرست وزیر په توګه چاري پرمخ وړي.

د روانې میاشتې په سر کې د کابل د هوايي ډګر مسؤلینو علي احمد عثماني ته بلخ ته د سفر کولو اجازه ورنه‌کړه چې په ټولنیزو رسنیو کې دغه کار له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.

تر هغه وړاندې ښاغلي عثماني رسنیو ته ویلي وو چې په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د ګډون اجازه ورنه‌کړل شوه.

د اوبو او بریښنا وزارت چارواکي وایي، په دې وروستیو کې یې د جمهوري ریاست لخوا یو مکتوب ترلاسه کړی وو چې پکي راغلي، تر هغو چې د مچلغو د اوبو بند درې کلن کاري جدول بشپړ نشي، د دغه وزارت چارواکي بهر ته د سفر حق نه لري.

د ارګ په نننۍ اعلامیه کې د ښآغلي عثماني د لېري کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ویل شوي.