چارواکي: د داعش ډلې هغه څلور غړي چې په پوهنتون کې یې تبلیغات کول نیول شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د ملي امنیت منسوبینو تېره شپه هغه څلور کسان ونیول چې غوښتل یې ننګرهار پوهنتون کې د داعش ډلې لپاره تبیلغات وکړي.
د خوګياڼي په خبره، دغه کسان د یوه نا معلوم ځای څخه تېره شپه ننګرهار پوهنتون ته ورغلي وو، غوښتل یې چې داعش ډلې لپاره تبلیغات ترسره کړي، خو د ملي امنیت ځواکونو له لورې د یو شمېر نورو شکمنو کسانو سره یو ځای ونیول شول چې شکمن کسان تر څېړنو وروسته خوشې شوي دي.