لوېدیځو هېوادونو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر هغه وړاندیز رد کړ چې وایي، روسیې ته باید په جې ۷ هېوادونو کې د بیا یو ځای کېدو لپاره بلنه ورکړل شي.
د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل ویلي چې دا کار به ترهغه ونشي چې د اوکراین په ختیځ کې د شخړو په هواري کې پرمختګ نه وي شوی.
مېرمن مرکل پرون په کاناډا کې د جې ۷ سرمشریزې په پیل کې وویل، اروپایي ټولنې چې د ۷ سترو صنعتي هېوادونو یا جې ۷ په ډله کې څلور هېوادونه د دوی دي، تر سرمشریزې دمخه موافقه وکړه چې دغه ګروپ ته د روسیې بېرته راتګ به تر هغه ونشي چې د اوکراین د شخړو په هواري کې پرمختګ نه وي شوی.
روسیه څلور کاله دمخه وروسته له هغه له دغې ډلې بېله شوه چې د اوکراین د کریمیا سیمه یې الحاق کړه او د لوېدیځ د ادعا له مخې، د اوکراین په ختیځ کې یې جګړې ته لمن ووهله.
په هغو جګړو کې تر ۱۰ زره او ۳۰۰ ډېر کسان ووژل شول.
د جرمني صدارعظمې وویل، په اروپا کې دا نظر پر ځای دی چې روسیه باید په جې ۷ هېوادونو کې نه وي.
د ایټالیا نوي صدراعظم وروسته پر ټوېټر د مذاکراتو میز ته د روسیې د بېرته راګرځېدو په اړه د ولسمشر ټرمپ غوښتنه تکرار کړه.