د هلمند د "سولې کاروان"د غزني ښار ته ورسېد

د هلمند د "سولې کاروان" پرون د غزني ښار ته ورسېد.

د دې حرکت د رسنیو مسئول، بسم الله وطندوست بېګا جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د غړیو شمېر یې شپېتو تنو ته رسېدلی او په راتلونکو څو ورځو کې به بیا، د کابل پر لور روان شي.

بسم الله وطندوست:

"تمه ده چې شااوخوا څلورشپې به موږ دلې«غزني» کې پاته شو، وروسته له هغې څخه به موږ بیا د میدان وردګ پر لور حرکت وکړو."

د مارچ په درویشتمه نېټه، په لښکرګاه کې تر انتحاري حملې وروسته چې ګڼ شمېر ملکي وګړي په کې ووژل او زخمیان شویو، په هلمند کې د جګړې پر ضد مدني حرکتونه پېل شول.

د هلمند د "سولې کاروان" چې په ابتدا کې یې اته تنه غړي درلودل، د ثور په درویشتمه نېټه، د کابل پر لور روان شو.

هغوی غواړي چې په جګړه کې ښکېلو خواوو ته څرګنده کړي چې له جنګه څومره ستړي شوي او سوله غواړي.