ناټو: افغان انتخابات د ستونزو د حل لپاره مهم پرمختګ دی

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ وايي چې را روان انتخابات په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره مهم پرمختګ دی.

سټولټنبرګ، پرون د بلجیم په پلازمېنه، بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل:

"په اکټوبر کې انتخابات به یو مهم پرمختګ وي، موږ د افغانستان حکومت د اصلاحاتو دوام، د اداري فساد پرضد د مبارزې جاري ساتلو او د ټولو افغانانو دانساني حقونو د خوندیتوب لپاره کار ته هڅوو، موږ همدا راز ټینګار کوو چې د سیمې ټول هېوادونه رغونکی رول ولوبوي."

په افغانستان کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د مېزان پر ۲۸ نېټه کېږي.

د افغانستان دانتخاباتوخپلواک کمېسون پرون د رای ورکونکو د نومونو د ثبت پروسه درې ورځې تمدید کړه.