د بلغاریا پارلمان د روسیې لهخوا د هغو اټمي تأسیساتو د جوړولو پلان تصویب کړ چې پنځه کاله یې د مالي ستونزو او هغو اندېښنو له کبله چې ښایي پهدې سره د دې هېواد د انرژۍ ډېره اتکا پر روسيې وشي، د اندېښنو له کبله ځنډیدلی و.
د پارلمان وکیلانو دغه پلان ته ۱۷۲ مثبتې او ۱۴ منفي رأی ورکړي.
د بلغاریا د صدراعظم بویکو بوریسوف لهخوا د وړاندې شوې دغې پراختیایي پروژوې کار به چې د دانوب د سیند په غاړه جوړېږي، د اکتوبر د میاشتې له پایه پیل شي.
بلغاریا تراوسه د دغو تأسیساتو په جوړولو یو میلیارډ او اته سوه میلیونه ډالره لګولي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونواو اروپایي ټولنې د فشارونو له امله چې دا هېواد باید د انرژۍ له پلوه ډېره اتکا پر روسیې ونهکړي، د دغې پروژې کار په ۲۰۱۲ میلادي کال کې درول شوی و.