بیشاپ په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو دفاع وکړه

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې هغو تورونو ته په پام سره چې د دې هېواد ځانګړو ځواکونو ښایي په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي وي، د دغو ځواکونو دفاع وکړه.

جولي بیشاپ د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې خبریالانو ته وویل چې د اسټرالیا ځانګړي هوایي ځواکونه په نړۍ کې یو تر ټولو ښه جنګي ځواک دی، خو دا یې ومنله چې د دغو ځواکونو له‎خوا د غیرقانوني تشدد په اړه هغه ادعاوې به چې په یوه افشا شوي پټ دفاعي سند کې شوې، وڅېړل شي.

هغې زیاته کړه چې دغه ځواکونه زموږ د دفاع او زموږ د ازادیو د دفاع لپاره په جنګي شرایطو کې خپل ژوند په خطر کې اچوي.

د اسټرالیا د دفاع وزارت له‎خوا د دغه افشا شوي پټ سند له مخې د اسټرالیا ځانګړی هوایي ځواک په افغانستان کې د عملیاتو پرمهال د اجازې پرته او غیر قانوني زور زیاتي په کارولو تورن شوی.

په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د فعالیت په اړه یوه څېړنه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ترسره شوې و، خو نتیجه یې پټه پاتې ده.

د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو محارب ماموریت پای ته ورسېد، د اسټرالیایي ځواکونو ډېره برخه د افغانستان په ارزګان ولایت کې دېره و.