د هرات ولایت د هوايي ډګر پولیسو دوه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتلیې نشهيي مواد هند ته قاچاق کړي.
د هرات د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نېکنام ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د هرات ولايت اوسېدونکي دي.
دوی د هیروئینو ۱۸۳ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتلیې په مستقیم پرواز کې يې د هندوستان ډېلي ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو ۴۵ ورځو کې د هرات ولايت سرحدي پولیسو ۲۳ کسان نیولي چې غوښتلیې ۱۲ کېلو ګرامه نشهيي مواد په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي.