په تېره یوه اوونۍ کې تر ۱۰ زیات قاچاق کوونکي له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لهخوا په بند محکوم شوي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ۱۴ کسان چې د نشهيي موادو د قاچاقو په ۱۴ قضیو کې نیول شوي، د ابتدائیه او استېناف محکمو لهخوا له ۶ میاشتو څخه نيولې تر ۲۰ کالو پورې پر بند محکوم شول.
ښاغلی مؤحد وايي، په تېره اوونۍ کې ۳۳ کسان چې د افغان ځواکونو لهخوا په ۲۲ عملیاتو کې نیول شوي، له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نورو څېړنو لپاره لېږل شوي دي.
دی وايي:
"نهه کسان د هیروئینو د قاچاق په بېلابېلو قضیو کې نيول شوي چې غوښتلیې د حامد کرزي له تړیوال هوايي ډګره هیروئین قاچاق کړي، دوی د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي. دې کسانو په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې نشهيي مواد ځای پر ځای کړي او غوښتلیې چې هند تهیې قاچاق کړي."
له دې کسانو سره ۳۹ کېلو ګرامه هیروئین، ۲۵۴۰ کېلو ګرامه مورفین، ۵۶۹۰ کېلو ګرامه تریاک، ۵۴ ګرامه شیشه یا کرسټال او ۵۲۵۸ ټابلېټ «K» ګولۍ هم نیول شوي دي.