د امریکا متحده ایالاتو فډرال محکمې یو پاکستانی د نشهيي موادو د شبکې د رهبرۍ په تور په عمري بند محکوم کړ.
د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د شهباز خان په نوم پاکستانی په ۲۰۱۶ میلادي کال په لیبریا کې نیول شوی او بیا د امریکا متحده ایالاتو ته سپارل شوی دی.
دا پاکستانی په افغانستان او پاکستان کې د نشهيي موادو د یوې قاچاقي شبکې په رهبرۍ تورن شوی چې په زرګونه کېلو ګرامه هیروئینیې د هوا او سمندر له لارې امریکا ته قاچاقول.
د نیویارک فډرال محکمې قاضي د قضائيه غونډې په پای کې اعلان وکړ چې شهباز خان به لومړی نشهيي مواد له افغانستان او پاکستانه امریکا ته قاچاق کول او بيا بهيې لهدې لارې لاسته راغلې پیسې هغو جنګي ډلو ته ورکولې چې له افغان او بهرنیو ځواکونو سره جګړه کوي.
پر شهباز خان د محکمې وروستۍ پرېکړه به د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې وشي.