په سويډن کې يو ازبک وګړی رحمت عاقلوف په عمري بند محکوم شو

په سويډین کې يوې محکمې يو ازبک وګړی رحمت عاقلوف په عمر قيد محکوم کړ.

پر عاقلوف په ستکهلم کې د لارۍ په حمله کې د پنځو کسانو د وژلو تور وو.

رحمت عاقلوف خپل جرم منلی چې یوه غلا کړې لارۍ يې پر لارويانو وروسته او درې سويډني اتباع يې ووژل چې په‎کې يوه ۱۱ کلنه نجلۍ، یو بریتانوی سړی او يوه بلجمۍ ښځه هم شامل وو. لس نور ټپيان شوي وو.

۴۰ کلن عاقلوف په دغه قضیه کې يوازينی تورن کس دی چې په ترورېزم مجرم پېژندل شوی دی.

عاقلوف د ازبکستان تاجک دی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې يې په سويډن کې د پناه غوښتنه رد شوې وه. ده تر حمله کولو مخکې له داعش ډلې سره بيعت اعلان کړی وو.

خو د دې حملې مسؤليت هېڅ ډلې ونه مانه.