مکرون: ټرمپ دې له خپلو دوستانو سره تجارتي جګړه نه پیلوي

په‎داسې حال کې چې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو مشران په کاناډا کې د نننۍ سرمشریزې لپاره تیاری نیسي، د فرانسې ولسمشر پرون پنجشنبې د متحد ایالاتو ولسمشر ته خبرداری ورکړی چې له خپلو دوستانو سره دې تجارتي جګړه نه پیلوي.

ایمانوئل مکرون د کاناډا له صدراعظم جاسټین تروډو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، فرانسه او کاناډا به هڅه وکړي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته قناعت ورکړي چې د امریکا پر متحدانو د تجارتي تعرفې وضع کول به پر تجارت ناوړه اغېز وکړي.

ښاغلي مکرون زیاته کړه چې د «جي اووه» له سرمشریزې مخکې به د بریتانیا، ایټالیا او جرمني له مشرانو سره هم وګوري.

په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې دی د امریکا د تجارتي حقونو د دفاع په مقصد په دې سرمشریزه کې ګډون کوي.