د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې افغان ځواکونو په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې طالب وسلهوالو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د چهارشنبې په شپه د دې ولسوالۍ په ډاګ سیمه کې د دولتي ځواکونو پر پوسته پراخې حملې وکړې.
ښاغلی حسرت وايي چې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښتې درې ساعته دوام وکړ، خو د مرستندویو ځواکونه له رسېدو وروسته ۱۷ طالب وسلهوال مړه او ۲ نور ټپیان شول.
د حسرت په وینا په وژل شویو کې د طالبانو مهم کسان شامل دي:
"د رسېدلو د معلوماتو لهمخې په وژل شوېو کې د سرې قطعې کسان او یو شمېر جګپوړي قوماندانان شامل دي."
د پکتیا د والي ویاند ښاغلي حسرت زیاته کړه چې پهدې نښته کې دوه تنه ملي پولیس هم وژل شوي.