جانسن عبدالله ته: پاکستان به د تروریستي ډلو له ملاتړه لاس اخېستو ته وهڅوم

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د لیدنې یوه مهمه موضوع وه.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورس جانسن د هېواد له اجرائیه رییس سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې پاکستان به د تروریستي ډلو له ملاتړه لاس اخېستو ته وهڅوي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د یوه درې ورځني رسمي سفر په مقصد لندن ته ورسېد.

افغان چارواکي وايي، ښاغلی عبدالله به د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د دوه اړخېزو اړیکو د پراختیا، د ترورېزم پر ضد د مبارزې او د افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې د بریتانیا د مرستو په اړه له بریتانوي چارواکو سره خبرې وکړي، خو ایا دوی به د کابل او اسلام‎اباد د ترینګلو اړیکو په اړه هم خبرې وکړي؟

د اجرائیه ریاست ویاند وايي چې لندن ته د اجرائیه رئیس د سفر هدف له تروریستي ډلو د پاکستان د ملاتړ په اړه خبرې نه‎دي، خو دی تأییدوي چې د ښاغلي عبدالله په هره کتنه کې په دې اړه بحث شوی.

ښاغلی رحیمي وايي، بریتانوي چارواکو په‎دې کتنو کې ډاډ ورکړی چې پر پاکستان له خپل نفوذه به کار واخلي او وبه یې هڅوي چې د سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې د تروریستي ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

رحیمي زیاتوي:

"موږ دلته پردې خبرې وکړې چې پاکستان لاهم د تروریستانو ملاتړ کوي او په سیاست کې یې کوم بنیادي تغییر نه‎دی راغلی. دلته رسمي موقف دا و چې موږ له دې خبر یو او موږ ته روښانه ده چې پاکستان د تروریستانو ملاتړ کوي خو موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو څو پاکستان په خپل سیاست کې بدلون راولي."

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

ښاغلی رحیمي وايي چې عبدالله او جانسن د افغانستان په سوله کې پر پاکستان سربېره د ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو او د سیمې د نورو هېوادونو پر ونډه هم خبرې وکړي.

د اجرائیه ریاست ویاند د افغان او پاکستاني چارواکو وروستیو لیدنو کتنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دا لړۍ به یوې مثبتې نتیجې ته د رسېدو تر وخته دوام وکړي.

بریتانیا له افغانستان سره د مهمو مرستندویو هېوادونو له ډلې دی او په تېرې یوه نیمه لسیزه کې یې له متحدایالاتو وروسته له افغانستان سره خورا زیاتې مالي او پوځي مرستې کړي دي.