چارواکي وايي، په پکتیکا کې يې څلور پاکستاني طالبان نیولي

د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست چارواکي د دې ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال څلور تنه پاکستانې طالبان نیولي دي.

نن د پنجشنبې په ورځ چارواکو وویل چې څلور واړه کسان د شمالي وزیرستان اوسېدونکي دي او غوښتل‌يې د ځايي قوماندانانو «بودا او رحماني» په لارښوونه افغانستان ته راشي او دلته د دولت ضد کړنې ترسره کړي چې پرون ماسپښین د پولې سره نږدې ونیول شول.

د سرچینې په خبره چې له نیول شویو کسانو سره پاکستاني پېژندپاڼې، پاکستاني سیم کارتونه او ځينې میمورۍ چې دولت ضد پیغامونه په‌کې ثبت شوي تر لاسه شوي دي.

د پکتیکا ملي امنیت وایي، د عملیاتو پر مهال نښته نه‌ده رامنځته شوې او نه هم کوم لوري ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نیول شویو کسانو له ډلې سعیدالله وویل چې په پاکستان کې ورته ویل شوي چې په افغانستان کې جهاد وکړي، ځکه چې هلته نه اذان کېږې، نه لمونځ او خلک‌يې کافر دي.