افغانستان او بریتانيا د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي

ملګرو ملتونو، ناټو ائتلاف، بریتانيا او په افغانستان کې امريکايي قواوو د افغان ولسمشر له‎خوا له طالبانو سره د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

افغانستان او بریتانيا د سخت دريځۍ او انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې له يو بل سره همکاري کوي.

دا توافق د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د بریتانيا د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د دولت وزير طارق احمد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» د لیدو پر مهال وکړ.

ښاغلی عبدالله له طارق احمد سره په لندن کې وکتل او ډاډ يې ورکړ چې د سخت دريځۍ، ترورېزم او انساني قاچاق پر وړاندې په مبارزه کې به افغانستان بشپړې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده عبدالله عبدالله بریتانيا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له صدراعظمې ترزا مې سره هم وګوري.